د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د روسیې فدراسیون له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره کتنه کې د افغانستان په تړاو په بریکس غونډه کې د مسکو د دریځ ستاینه کړې او د افغانستان د دایمي ثبات لپاره یې ملي تفاهم ضروري بللی.
حامد کرزي په دې ناسته کې د بریکس د سرمشریزې اعلامیه چې دده په وینا، له یوه خپلواک، متحد او سوله ییز افغانستان نه یې ملاتړ کړی او د افغانانو د اساسي حقوقو پر اعادې پکې ټینګار شوی، د ستایلو وړ بللې ده.
پخواني ولسمشر په دې کتنه کې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د ټینگښت لپاره ملي تفاهم ضروري وگاڼه.
د کرزي دفتر وايي، په دې کتنه کې ددې ترڅنگ چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د لا ښو اړیکو پر ټینگښت خبرې وشوې، افغان ځوانانو ته د روسیې د تحصیلي بورسونو له ورکړې مننه وشوه او په دې برخه کې د لاډیرو همکاریو هیله څرگنده شوه.