د ایران ایر ټور شرکت افغانستان ته الوتنې پيل کړې

AP ۱۴۰۳ لړم ۷

د طالبانو د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت وایي، چې د ایران «اير ټور» هوايي شرکت په لومړي ځل افغانستان ته الوتنې پيل کړې.
یاد وزارت ويلي، چې دغه شرکت به په اونۍ کې دوه ځله د دوشنبې او پنجشنبې په ورځو له کابل څخه تهران او مشهد ته الوتنې ولري.

د طالبانو ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د دوشنبې پر ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې «د دا ډول هوایي شرکتونو فعالیت د دواړو هېوادونو د مسافرو او سوداګرو د تګ راتګ لپاره اسانتياوې رامنځ ته کوي».
د افغانستان او ایران ترمنځ اریانا-افغان، کام اير، ایران اير، ماهان او کېش هوایي شرکتونه هم فعال دي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا راګرځېدو وروسته ډېرو هوايي شرکتونو کابل ته خپلي الوتنې بندې کړې.
په تیرو دريو کلونو کې یو شمېر هوایي شرکتونو خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.

نور خبرونه

رادیو