د افغانستان د بشري مرستو صندوق لسم کال؛ ملګري ملتونه وايي د اړمنو شمېر مخ په ډېرېدو دی

AP ۱۴۰۳ لړم ۶

د افغانستان د بشري مرستو صندوق لس کلن شو.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي وايي، چې په دې موده کې په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

دغه سازمان ویلي، چې د افغانستان د بشري مرستو د صندوق له لارې له ۸۶ میلیونو زیاتو خلکو سره مرسته شوې ده.

د افغانستان د بشري مرستو صندوق (اې اېج اېف) په ۲۰۱۴ کال کې د په هېواد کې د چټکو او ستراتیژیکو بشردوستانه هڅو د ملاتړ لپاره جوړ شو.

د دغه صندوق د لسمې کلیزې په مناسبت د یکشنبې په ورځ د (لړم شپږمه) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي یو راپور خپور کړ او په افغانستان کې یې د بشري مرستو د دوام پر اهمیت ټینګار کړی.

دغه سازمان په خپل راپور کې لیکلي، چې په تېرو لسو کلونو کې افغانستان له پرله پسې ننګونو سره مخ و، چې په کې جګړې، سیاسي بې ثباتي، وچکالي، زلزله، د خوراکي توکو نه خوندیتوب، د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ خپرېدل، بې وزلي او د ښځو او نجونو پر وړاندې ډېریدونکي زیانونه شامل دي.

د اوچا د راپور له مخې، د افغانستان د بشري مرستو د صندوق له جوړېدو لس کاله وروسته هم د هغو کسانو شمېر چې بشري مرستو ته اړتیا لري له ۲۳ میلیونو څخه ډېرو کسانو ته رسېږي.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال جویس میسویا له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې د اړتیا وړ ځواب ویلو لپاره د دغه هېواد له بشري صندوق سره مرسته وکړي.

نور خبرونه

رادیو