د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د دغې ډلې د غړو ترمنځ د اختلافاتو شتون په اړه خپاره شوي خبرونه د رسنیو «منفي تبلیغات» بولي.
عباس ستانکزی وايي، چې طالبان هیڅ ډول اختلاف نه لري او ټول د خپل مشر اطاعت کوي.
په ورته وخت کې هغه وویل، چې په هره اداره کې «د نظر اختلاف شتون لري.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په کابل کې په یوه غونډه کې د دې ډلې د غړو ترمنځ د اختلاف په ردولو سره وویل: «د امارت ټول غړي له مشره تر کشره د یو امیرالمومنین اطاعت کوي.»
دغه طالب چارواکي په خپلو خبرو کې متضادې څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه، چې د دې ډلې د غړو تر منځ « د نظر اختلافات» شته.
نوموړي زياته کړه: «هو، په هر ځای کې د نظر اختلاف شته. په هره ټولنه کې، په هر وزارت کې، په هره اداره کې او په هر کور کې. تاسو لیدلي، چې په هر کور کې د پلار او زوی تر منځ ناندرۍ او اختلافات وي.»
ښاغلي ستانکزي وویل، چې د افغانستان په هیڅ حکومت کې د حکومت لومړي کس د طالبانو د مشر په شان « تسلط او کنټرول» نه لروده.
عباس ستانکزي زياته کړه: «دا زموږ يووالى او صداقت ښيي، چې نن ټول ملت يو لاس دى.»
دغه طالب چارواکي له دې مخکې هم په بېلابيلو څرګندونو کې ټینګار کړی و، چې د طالبانو د نظام دوام په ټولنه کې د عدالت په تامین پورې اړه لري.
ستانکزي وويل، په کومه ټولنه کې چې عدالت تامين نه وي، فساد او ګډوډي پکې وي، خلک پر داسې نظام باور نه کوي او له هېواده تښتي.
د کډوالۍ د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې له ۲۰۲۲ کال راهیسې لږ تر لږه اته میلیونه افغانان د طالبانو تر ولکې لاندې له هېواده وتلي دي.
طالب چارواکي تل وايي، چې د دې ډلې د غړو ترمنځ اختلاف نه شته؛ خو ځینې چارواکې یې بیا په خپله خوله داسې څرګندونې کوي چې د اختلاف شتون په ډاکه کوي.
د راپورونو له مخې؛ طالبان لږ تر لږه د نجونو د زده کړو او د دې ډلې د امربالمعروف وزارت د سختو قوانینو د تطبیق په برخه کې اختلاف لري.
د ځینو راپورونو له مخې، د طالبانو یو شمېر چارواکي هم د دغې ډلې د کندهاري غړو له خوا د «واک انحصار» څخه ناراضه دي.
په یوه برخه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په میاشت کې د طالبانو په حکومت کې د واک پر انحصار نیوکه وکړه او ویې ویل، چې اوسنی وضعیت ورته د منلو نه دی.