داسې ښکاري چې لویدیځ لا تر اوسه په منځنۍ آسیا کې د خپلو اهدافو د ترسره کولو لپاره د طالبانو امارت د ټینګښت پلوی دی، خو دا کار هله کیدای شی چې د رژیم زعامت بدل کړای شي.
د اکتوبر پر ۲۴مه نیټه په نیویارک ټایمز کې د افغانستان په سیاست او حکومت کې د سراج الدین حقاني د محوري نقش په تړاو چاپ شوې مقاله په پراخه کچه د افغانانو او د افغانستان له سیاسي اوضاع سره لیواله لیکوالو او شنونکو د تبصرو موضوع ګرځیدلې ده.
دا مقاله د افغانستان لپاره د نیویارک ټایمز د دفتر مسوولې کرسټینا ګولډ باوم لیکلې ده، چې په تیره اګست میاشت کې یې افغانستان ته سفر کړی و او هلته یې د طالبانو د امارت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره مرکه هم کړې وه .
د مرکې له خپراوي وړاندې په تیرو شاوخوا دوو میاشتو کې کرسټینا په ډیره خوارۍ د حقاني له مرکې سره د څیړنې او ستاینې دومره ډیر مواد ملګري کړي چې د شخصیت د کیش مسلکي جوړوونکو د تخصص رنګ په کې څرګند برېښي له همدې امله یې د دومره ګڼو لیکوالو او شنونکو پام ځان ته اړولی.
د احتمالي ځایناستي رول ارزول
دا کومه عادي او ساده مرکه نه ده چې تش د ژورنالېستې پوښتنو ته ویل شوي ځوابونه پکې راغلي وي؛ دا په یوه مسلکي چوکاټ کې لیکل شوې داسې ګڼ اړخیزه مقاله ده چې کرسټینا خپلو پوښتنو ته د سراج حقاني له ځوابونو مخکې او وروسته په افغانستان کې د جګړې له تاریخ نه داسې مواد او تبصرې راخستي او اقوال یې نقل کړي چې د سراج الدین حقاني او د حقاني شبکې جګړې ته اسطوروي بڼه ورکوي او د نورو طالبانو ټوله جګړه ترشعاع لاندې نیسي. د مقالې په ضمني سرلیکونو کې سراج حقاني ته له شورش کوونکي نیولې تر سیاستوال، دیپلومات او خبرې اترې کوونکي پورې لقبونو ورکولو ته په پام د طالبانو له امیرهیبت الله اخوندزاده وروسته د هغه د احتمالي ځای ناستي په توګه د حقاني د نقش څیړنه هم شوې ده.
طالبان په پاکستان کې د امریکا، بریتانیا او د عربو بادشاهانو او امیرانو په پانګونه د جهاد په نوم د جنګیالیو د تولید په فابریکو کې جوړ شوي، چې په شلمې پیړۍ کې د شوروي اتحاد خلاف د جګړې وسیله وه او په ۲۱مه پیړۍ کې هم د چین او روسیې لپاره د ستونزې جوړولو په پروژه کې د منځنۍ او جنوبي اسیا د بې ثباته کولو لپاره قوي او موثر پوتانسیل لري، خو لویدیځ ته په سیاسي توګه د طالبانو د زعامت په ځلولو کې دوه مهم مشکلات ورپیښ وو. لومړی دا چې د پاکستاني پوځیانو تربیه کړي طالبان تر هر څه مخکې یو جنګي ماشین پاتې شوی چې کومه علني سیاسي څانګه یې نه درلوده. د مثال په توګه په شمالي ایرلینډ کې آئرش ريپبلیکنارمي(آی آر اې ) د بریتانیا پر ضد تر اوږدې مودې ترهګریز فعالیتونه کول خو هغوی د شین فن په نوم یوه ځانګړې سیاسي څانګه هم لرله.
د لویدیځ دویم مشکل دا و، چې په افغانستان کې په تیرو ۴۵ کلونو کې د جګړې زیاته برخه استخباراتي او مرموزه وه چې اصلي خبرې یې په رسنیو کې خپرېدای نه شوې. په افغانستان کې د پاتې کیدو د جواز په توګه له طالبانو سره جګړه ضروري وه او په ظاهره کې طالب ته دښمن ویل کیدل، خو د دغو مشکلاتو د له منځه وړو لپاره د امریکا حکومت په ۲۰۱۳ کال کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو لپاره سیاسي دفتر پرانېست او د دغه دفتر په فعاله کیدو سره د طالبانو د زعامت یوه برخه په نړیواله میډیا کې رابرسیره شوه، خو جنګي قوماندانان یې په دې قطار کې بیا هم شامل نه وو ، نو په نیویارک ټایمز کې څو کاله وړاندې د سراج حقاني په نوم لیکل شوی مضمون او دغه اوسنۍ مقاله له یوه جنګي قوماندان نه د یوه سیاسي رهبر د جوړولو د ضرورت په اساس لیکل شوي او خپاره شوي دي.
اوس به راشو د مقالې هغې برخې ته چې په راتلونکي کې د هیبت الله اخوندزاده د ځای ناستي په توګه د سراج حقاني نقش ته پکې اشاره شوې ده. په دې ضمن کې تر ټولو لومړی د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیزاد تبصره د یادونې وړ ده، چې د مقالې لیکوالې ته وریادوي چې پر سراج حقاني سربیره د طالبانو په زعامت کې نور منځلاري لکه ملا یعقوب او ملا برادر غوندې خلک هم شته، ځکه خلیلزاد په دې خبره د کرسټینا په پرتله ډېر پوهیږي چې که د طالبانو په زعامت کې د بدلون راوستلو کوښښ یوازې د یوه شخص او یا د یوه فریکسون په اساس وشي نو د بریالي کیدو پرځای به طالبان وپاشي او د پخوانیو مجاهدینو غوندې به یې ټوټې ټوټې کړي نو ځکه هغه د هیبت الله اخوندزاده پر ضد په نسبي توګه د یوه پراخ ائتلاف د جوړیدو وړاندیز کوي.
لویدیځ د مولوي هیبت الله د بدیل په لټه کې
خو تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې لویدیځ ولې د طالبانو د اوسني امیر د لرې کولو په فکر کې شویدی؟
په دې پوهیدل ګران نه دي چې امریکا، چې د نورو ټولو افغانانو له په پام کې نیولو پرته یې د دوحې په قرار داد کې د طالبانو یکه تازي او سیاسي انحصار منلی و، د طالبانو له څه باندې دریو کلونو واکمنۍ مایوسه شوې ده. د طالبانو امارت نه یوازې د افغانانو د اکثریت زړونو په ګټلو کې پاتې راغلی بلکې د ښځو پر ضد د جنسیتي اپارتاید په ټینګولو، د پخواني نظام د زرګونو پخوانیو کارکوونکو په وژلو او د ملاکراسۍ په تحمیلولو سره یې په خلکو کې د خپل ځان پر ضد کرکه او انزجار زیږولی دی. د نجونوپر مخ د ښوونځیو د دروازو له تړلو وروسته د ښځو مخ او غږ عورت ګرځول داسې پرمختګ دی چې نه یوازې یې افغانان خپه کړي، بلکې ورسره یې ټوله نړۍ پریشانه کړې ده.
اوس په دې پوهیدل ګران نه دي چې داسې منزوي شوی رژیم اوږد ژوند نه شي لرلی. دا چې د طالبانو رژیم امریکایانو راوستی او په تیرو دریو کلونو کې یې پر دې په میلیاردونو ډالره پانګونه هم کړې ده، نو ځکه هغوی په داسې اوضاع کې بې تفاوته نه شي پاتې کیدای.
داسې ښکاري چې لویدیځ لا تر اوسه په منځنۍ hسیا کې د خپلو اهدافو د ترسره کولو لپاره د طالبانو امارت د ټینګښت پلوی دی، خو دا کار هله کیدای شی چې د رژیم زعامت بدل کړای شي. جالبه دا ده چې پاکستان تر اوسه له حقانيانو سره ستراتیژیکې اړیکې لري. که څه هم دا خبره هر چا ته معلومه ده چې ټي ټي پي په طالبانو کې له بل هر چا نه ډېر ژور مناسبات له حقانيانو سره لري، خو پاکستان کله هم طالبان خپل دښمنان نه ګڼي. په پاکستان کې د طالبانو جګړه تر کنټرول لاندې شورش دی. د پاکستاني جنرالانو له نظره، اصل خطر د پښتنو او بلوڅو ملت پاله سیاسي ګوندونه او نهضتونه دي او ژور او اساسي نظریاتي ګواښ پان افغانیزم دی. پاکستاني جنرالان ددغه نظریاتي ګواښ مخنیوی په مذهبي افراطیت کوي.
د ډیورنډ کرغیړنې کرښې دواړو خواوو ته د طالبانو ځای پرځای کول د همدې ستراتیژۍ برخه ده. جالبه ده چې د پاکستان دولتي تبلیغاتي دستګاه د پښتونخوا په روانه جګړه کې اوس د ټي ټي پي نوم نه اخلي ، بلکې هغوی ته د خوارجو فتنه وايي ځکه هغوی نه غواړي چې د طالبانو په نوم سازمان خلاف، چې د هغوی د اوږدې مودې متحدین دي، دوامدار تبلیغات وکړي.