دا لومړۍ ځل دی، چې د افغانستان الف کرېکټ لوبډله د ځوانانو اسیا جام کرېکټ پایلوبې ته وتلې ده.
افغان لوبډلې دوه ورځې وړاندې په نیمه پایلوبه کې د هند الف کرېکت لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغه جام پایلوبې ته ووتله.
د افغانستان کرېکټ الف لوبډله نن یکشنبه د (لړم شپږمه) د سریلانکا په وړاندې د ځوانانو اسیا جام کرېکټ سیالیو په پایلوبه کې لوبیږي.
دغه ستره پایلوبه په سیمه ییز وخت مازدیګر پنځه نیمې بجې په عمان کې ترسره کیږي.
په دغه جام کې د افغان ابدالیانو لوبډلې سفر خورا بریالی و.
افغانستان په ګروپي لوبو کې بنګه دیش ته د څلورو ویکېټو، سریلانکا ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه، خو له هانکانګ الف لوبډلې څخه یې د پنځو ویکېټو په توپير ماتې ومنله.
افغان لوبغاړو په ځانګړي توګه توپ وهونکو په دغو سیالیو کې غوره پاڼۍ نندارې ته وړاندې کړه.
د افغان ابدالیانو پیلیز توپ وهونکی صدیق الله اتل د ۳۱۳ منډو په جوړولو سره د دغه سیالیو مخکښ منډه جوړونکی دی.
نوموړي په درېیو لوبو کې د غوره لوبغاړي جایزه هم ګټلې ده.
په دغو سیالیو کې د صدیق الله اتل او الله محمد غضنفر د ښه ځلېدو سره د افغانستان کرېکټ بورډ یاد دوه لوبغاړي له بنګله دیش سره د یو ورځنیو سیالیو په نوملړ کې هم شامل کړي دي.