د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس راپور ورکړی، چې د دغې ډلې د احصايې او معلوماتو رياست په تېره يوه مياشت کې ۱۴۴ زره او ۸۴۰ برېښنایي تذکرې وېشلي دي. باختر اژانس ليکلي، چې دغه د برېښنایي تذکرې په ټول افغانستان کې د ٧٨ مرکزونو له خوا وېشل شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس د شنبې په ورځ (د لړم ۵مه) لیکلي، چې د طالبانو د احصايې او معلوماتو ادارې د دغه شمېر تذکرو د وېش تر څنګ ۹ زره او ۲۳۵ کسانو ته له تذکرو وروسته خدمتونه وړاندې کړي دي.
تېر کال د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې ویلي و، چې د برېښنایي تذکرو د وېش له پیل راهیسې تر اوسه ۱۲ میلیونه ۲۸۸زره کسانو ته برېښنايي تذکرې ورکړل شوي دي. ویل کیږي، چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې څه باندې شپږ میلیونه الکترونیکي تذکرې وېشل شوي دي.