حال وش د هغو ایراني ځواکونو په اړه معلومات خپاره کړي چې د جیش العدل په برید کې وژل شوي

AP ۱۴۰۳ لړم ۵

د ایران د بشري حقونو سازمان، حال وش، د ایران د هغو امنیتي ځواکونو په اړه معلومات خپاره کړي، چې د جیش العدل په برید کې وژل شوي دي.
یاد سازمان مخکې راپور ورکړی و، چې په دې برید کې د ایران لس امنیتي ځواکونه د سیستان او بلوچستان په تفتان ښار کې وژل شوي دي.

تر برید وروسته جیش العدل بیا د یوې بیانیې په خپرولو سره د دې پېښې مسوولیت پر غاړه اخیستې و.
حال وش د یو راپور په خپرولو سره د وژل شویو کسانو نومونه، ولایتونه او انځورونه خپاره کړي دي.
د راپور له مخې، په وژل شویو کسانو کې د ایران د زابل، کلالې، مشهد، یزد، لاهیجان، رشت، اصفهان، شېراز، مبارکه او خمیني ښارونو وګړي شامل دي.
د حال وش سرچینو ویلي و: «نن له غرمې وروسته د ګوهرکوه په دروازه کې یو شمېر وسله والو کسانو د امنیتي ځواکونو په دوو موټرو برید کړی، چې په پایله کې یې په دواړو موټرو کې سپاره کشان وژل شوي دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې دا پېښه د ایران د کورنیو چارو وزارت له خوا هم تایید شوې ده او د یاد وزارت ځینو مسوولینو ته د پېښې د بشپړ پلټلو په اړه ماموریت سپارل شوی دی.
د یادولو ده، چې جیش العدل بیا هم د ایران او هم د امریکا له خوا یو ترهګریز سازمان بلل کېږي او یادې ډلې تر دې وړاندې هم د ایراني ځواکونو پروړاندې ورته بریدونه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو