په غور ولایت کې د ښځو تالاشۍ د طالبانو پروړاندې خلک راوپارول

AP ۱۴۰۳ لړم ۵

د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ د ښځو بدني تالاشۍ د طالبانو پر وړاندې د دې ولسوالۍ د خلکو غوسه راوپاروله.

ځايي سرچينې وايي، چې طالبانو د خلکو د لاريونونو د پای ته رسولو لپاره له تاوتريخوالي کار اخلي او د دغې ډلې د غړو په ډزو کې لږ تر لږه شپږ تنه ټپيان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د شنبې په ورځ (د لړم ۵ مه) د طالبانو او اعتراض کوونکو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د طالبانو یو غړی هم ټپي شوی دی.

تر اوسه د غور ولايت سيمه ييزو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

تر دې وړاندي د همدې کال کال د ثور په میاشت کې هم د بدخشان د درایم او ارګو ولسوالیو اوسېدونکو په دغه ولایت کې د کوکنارو د کروندو د اړولو په موخه د عملیاتو پر مهال د ښځو د ځورونې په غبرګون کې لاریون کړی و.

هغه مهال لاريون کوونکو پر وسله والو طالبانو تور ولګاوه، چې د کوکنارو د کروندو د ويجاړولو پر مهال طالب ځواکونه له ښځو او کروندګرو سره ناوړه چلند کړی.

د ثور په میاشت کې د بدخشان په لاریونونو کې لږ تر لږه اوه تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي وو.

نور خبرونه

رادیو