د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون په یو راپور کې د دغې ډلې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د دفتر له قوله ویلي، چې د روان زېږدېز ۲۰۲۴ کال لومړیو نهو میاشتو کې د شاوخوا ۷۳۷ مېلیونه ډالرو په ارزښت کرنیز محصولات بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې په صادر شویو کرنیزو توکو کې پنبه، ممیز، اینجه، اینځر، پیاز، زعفران، رومیان، بادام، زردالو، زیره، مۍ، پسته، انګور، مڼې، تنباکو، طبي بوټي او نور توکي شامل دي.
په راپور کې زیاته شوې، چې دغه توکي ایران، پاکستان، هند، جرمني، ترکیې چین، روسیې، متحده عربي اماراتو، هالنډ، قزاقستان، ازبکستان او ځینو نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
خو په دغه راپور کې دا نه دي ویل شوي، چې په کومه کچه له دغو هېوادونو څخه توکي افغانستان ته وارد شوي دي؛ ځکه افغانستان په ټوله کې یو وارداتي هېواد دی او د صادراتو پرتله یې واردات څو برابره زیات دي.