یوې ډلې متقاعدینو نن په کابل کې د طالبانو له خوا د دریو کلونو امتیازاتو د نه ورکولو په غبرګون کې مالیې وزارت ته غځېدلی سړک بند کړ.
د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په افغانستان کې د تقاعد سیستم منحل کړی او د متقاعدینو امتیازات یې قطع کړي دي.
سرچينې زياتوي، چې د دغو لاريونونو په ترڅ کې يو متقاعد د طالبانو له خوا نيول شوى او د کابل ښار دويمې ناحيې ته لېږدول شوى دى.
دا لاریون د متقاعدینو د پراخې نارضايتۍ يوه برخه ده، چې د اقتصادي بحران او د خپلو لومړنيو اړتياوو نه لرلو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
له تېرو دريو کلونو راهيسې په کابل او بېلابېلو ښارونو کې تقاعد شويو دولتي کارکوونکو لاريونونه کړي دي.
دغه تقاعد شوي کارکوونکي وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره درې کاله کېږي، دوی خپل تقاعد نه دی ترلاسه کړی.
اعتراض کوونکي وايي، د معاشونو نه ورکول دوی په ورځني ژوند کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
تر دې مخکې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده د روان کال د وري میاشت کې امر کړی و چې د مامورینو له میاشتنیو معاشونو دې د تقاعد ونډه نه کمیږي.
دغه فرمان په افغانستان کې د تقاعد د سیستم د لغوه کولو په معنا دی.