په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د طالبانو له خوا د متقاعدینو د پیسو د نه ورکولو په غبرګون کې ویلي: «د متقاعدینو د پیسو نه ورکول د غلا او زور ویلو په څېر ده.»
نصیر احمد فایق طالبانو ته په خطاب کې پوښتنه کوي، ان د سړک په سر له لاس پلورونکو د عشر، ذکات او د مالیې په نوم چې پیسې اخلي ولې یې متقاعدینو ته نه ورکوي.؟
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی طالبانو ته همداراز وایي: «تاسو چې د عدالت خبرې هم کوی بیا مو اعمال د خپلو ادعاوو په خلاف دي.»
ښاغلي فایق دغه څرګندونې تر هغه وروسته کړي، چې یوې ډلې متقاعدینو نن په کابل کې د طالبانو له خوا د درېیو کلونو امتیازاتو د نه ورکولو په غبرګون کې د مالیې وزارت ته غځېدلی سړک بند کړی و.
دغه تقاعد شوي کارکوونکي وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره درې کاله کېږي، دوی خپل تقاعد نه دی ترلاسه کړی.
اعتراض کوونکي همداراز زیاتوي، چې د معاشونو نه ورکول دوی په ورځني ژوند کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په افغانستان کې د تقاعد سیستم منحل کړی او د متقاعدینو امتیازات یې قطع کړي دي.
که څه هم طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې د افغانستان د تېر نظام د زرګونو متقاعدینو د تقاعد پیسې بندې کړي دي؛ خو د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه کې بیا د خپلو وژل شویو ځواکونو کورنیو ته پیسې وېشي.
د یادولو ده، چې څه موده مخکې د طالبانو د تشکيلاتو او معاشونو د تنظيم کمېسيون په یوې نوې پرېکړه کې د هغو دولتي مامورينو چې تقاعد ته سوق شوي ووبیا د خدمت موده تر راتلونکو دوو کلونو تمديد کړې ده.
طالبانو وايي، چې دا پرېکړه د ۱۴۰۳ روان کال د وري مياشتي له لومړۍ نېټې څخه د منلو وړ ده.