د تحریک طالبان پاکستان ډلې (ټي ټي پي) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې، چې تېره شپه یې د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په درابن سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر یو مرکز د یو برید له امه لس تنه پوځیان وژلي او شاوخوا ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.
د ټيټيپي لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه برید یې د قریشي په نامه د دغې ډلې د یو قوماندان او د هغه د ملګرو په غچ کې کړی چې په ملا کنډ کې د پاکستاني پوځیانو لهخوا په نښه شوي وو.
د پاکستان د تحریک طالبان ډلې په دغه برید کې له پوځي ځواکونو څخه د یو شمېر وسلو او مهماتو د نیولو خبره هم کړې ده.
تر دې مهاله د پاکستان د پوځ له اړخه په دې اړه کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی؛ خو له سیمې ځايي سرچېنو هم د دغه برید پخلی کړی دی.
د پاکستان پوځ تېره ورځ د (لړم په درېیمه) نېټه ویلي و، چې دوی د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د ټيټيپي د یو قوماندان په ګډون د دغې ډلې نهه کسه وسلهوال وژلي دي.