د پاکستان د پخواني لومړی وزیر عمران خان مېرمن بشرا بيبي له نهو میاشتو وروسته د پاکستان د سترې محکمې په حکم د راولپنډۍ له اډیاله زندانه خوشې شوې ده.
نوموړې تېر کال د سلواغې په میاشت کې د فساد په تور د اسلام اباد په یوې محکمه کې تورنه شوې وه او د بندی کولو حکم یې شوی و.
په سیاسي کړیو کې داسې انګېرنې مخ په زیاتېدو دي، چې ګواکې د بشرا بيبي په خوشې کولو سره به د تحریک انصاف ګوند او پوځ تر منځ یو جوړ جاړی رامنځته شي او پاکستان به د پېښ شوي ترینګلي سیاسي کړکېچ څخه راووځي.
د تحریک انصاف ګوند پلویانو هغه عکسونه او ویډیو ګانې په خواله رسنیو خپرې کړې، چې په کې لیدل کېږي بشرا بيبي په اسلام اباد کې د عمران خان کور ته لېږدول کېږي.
بشرا بيبي او خاوند یې عمران خان تېر کال په اسلام اباد کې د فساد په وړاندې د مبارزې د یوې محکمې لهخوا د دولتی سوغاتو (توشې خانې) د پلور په تور په ۱۴ کاله بند محکوم شوي وو، چې په هغه مهال عمران خان او مېرمن یې دغه لګېدلي تورونه بې بنسټه بللي وو.
خو اوس چې له نهو میاشتو بند وروسته د عمران خان مېرمن بشرا بيبي په ضمانت خوشې شوې، لا هم عمران خان په اډیاله زندان کې بندي دی، پر عمران خان د دغه تور تر څنګ نور جنايي او د درغلیو تورونه پورې شوي دي.