د لبنان په سوېل کې د اسراییل د برید له امله ۳ تنه خبریالان وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ لړم ۴

اسراییل د لبنان په سوېل کې پر یوه هوټل برید کړی، چې له امله یې درې خبریالان وژل شوي دي.
د لبنان د اطلاعاتو چارو وزیر د اسراییل له‌خوا د ۳ تنو خبریالانو وژنه جنګي جنایت بللی.

د لبنان د اطلاعاتو وزیر ویلي, چې اسراییلي پوځ د لبنان په سوېل حسبیه کې پر خبریالانو په قصدي ډول هوايي برید کړی دی.
هغه وويل:« دغه برید له څارنې او تعقيب وروسته له پلان او تدبير سره ترسره شوی، ځکه چې په دې ځاى کې د اوو رسنيزو بنسټونو په استازيتوب ١٨ خبريالان اوسېدل.»
لبناني چارواکي وایي، اسراییل د دغه برید وړاندې په دغه سیمه کې د برید خبر نه و ورکړی.
تر دې وړاندې اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی و، چې المیادین ټلویزیون تایید کړې چې د دوی دوه کارکوونکي د هغو درېیو خبریالانو په ډله کې دي چې د لبنان په سوېل کې د دوی په استوګنځي کې د اسراییل په برید کې وژل شوي دي.
المیادین د خپلو وژل شويو کارکوونکو نومونه غسان نجار او محمد ردا یاد کړي دي.
المنار ټلویزیون چې له حزب الله سره تړاو لري ویلي، د حسبیه په ښارګوټي کې یې یو تن تصویر اخیستونکی ویسام قاسم په دغه هوايي برید کې وژل شوی دی.
اسرایيل په دې وروستيو ورځو کې په لبنان کې د حزب الله د مشر حسن نصرالله او د هغه د ځای ناستي هاشم صفي الدين په ګډون د حزب الله څو لوړپوړي قوماندانان او چارواکي وژلي دي.

نور خبرونه

رادیو