د امریکا د استازو جرګې له ۶۰ زیاتو غړو له جوبایډنه وغوښتل، چې پر پاکستان د فشار راوړلو له مخې دې له زندانه د هغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان په خوشې کولو کې هڅه وکړي.
هغوی د پاکستان د وروستیو ټاکنو په بهیر کې پر شویو درغلیو او ګډوډیو هم اندېښنه ښودلې.
د امریکا د پارلمان غړو د چهارشنبې په ورځ ولسمشر ته په یو استول شوي لیک کې ویلي:« موږ نن دغه لیک د دې لپاره لیکو، چې په پاکستان کې د سیاسي بندیانو په تېره بیا د عمران خان د خوشې کولو لپاره پر پاکستان فشار راوړې چې خوشې شي او هلته دې له بشري حقونو د پراخه سرغړونو مخه ونیول شي.»
د پارلمان غړي او د دغه خوځښت مشر ګرګ کازار وویل، چې دا د عمران خان د خوشې کولو لپاره د دغې ډلې لومړنۍ ډلهییزه هڅه ده، چې نوموړي د امریکا د بهرني سیاست د یو پخواني نیوکه کوونکي په توګه له امریکا سره ترینګلي اړیکي پالل.
عمران خان د ۲۰۲۳ کال اګسټ میاشتې را په دې خوا بندي دی.
هغه چې کله په ۲۰۲۲ کال کې له دندې لرې کړای شو؛ نو د اوسني لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د اېتلافي حکومت پر ضد یو اعتراضي یون پیل شو، چې نوموړی لا هم د درغلیو په تور د لسګونه قضیو سره مخامخ دی.
پخوانی زنداني شوی لومړی وزیر وایي دغه تورونه پر هغه ځکه لګول شوي، چې نوموړی یې په لوی لاس د فبرورۍ میاشتې له ټاکنو کې له برخه اخیستنې بې برخې کړ او د دغو قضیو تر شا سیاسي لاسونه او موخې پرتې دي.
عمران خان د پاکستان له ځواکمن پوځ سره هم ژور اختلافونه لرل او ویل یې، چې د هغه په لرې کولو کې د پوځ لاس و؛ خو پوځ دغه تورونه رد کړي دي.
په هغه لیک کې چې د امریکا په استازو جرګې کې ډیموکراټو غړو بایدن ته لیکلی، د پاکستان په شویو ټاکنو کې د درغلیو او ګډودیو په تړاو هم نیوکې شوې او په دې اړه اندېښنې په ډاګه شوې دي.
د پاکستان دولت له عمران خان سره ناوړه چلند نه مني او د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون هم په ټاکنو کې شوې درغلۍ رد کړې دي.
سپینه ماڼۍ هم په پاکستان کې د فبرورۍ میاشتې ټاکنې خپلواکې او عادلانه نه بولي او په دې اړه بریتانیا، اروپایي ټولنې او ملګرو ملتونو هم خپلې اندېښنې په ډاګه کړې دي.
عمران خان په دغو ټاکنو کې برخه وانخیسته؛ خو د هغه ملاتړو نوماندانو په پارلمان کې تر نورو هغو ډېرې څوکۍ خپلې کړې او د هغه سیالو ګوندونو یو اېتلافي دولت جوړ کړ.