د ځوانانو اسیا جام سیالۍ؛ افغان ابدالیان سبا په نیمه پایلوبه کې د هند پر وړاندې لوبه کوي

AP ۱۴۰۳ لړم ۳

د ځوانانو د اسیا جام سیالیو پر دوام سبا افغان ابدالیان په نیمه پایلوبه کې د هند پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي.

دغه لوبه سبا د کابل په وخت د ماښام په ۶:۰۰ بجو د عمان په کوربه‌توب پیلېږي.
د دغو سیالیو لومړۍ نیمه پایلوبه هم سبا د سریلانکا او پاکستان ترمنځ د کابل په وخت د ماسپښین په ۱:۳۰ بجه پیلېږي.
د دغو لوبو پایلوبه بیا د روانې (اکټوبر میاشتې په ۲۷مه) ترسره کېږي.
هند په دغو سیالیو کې یوازینۍ لوبډله ده، چې له ماتې سره نه ده مخ شوې.
افغانستان بیا په خپله لومړۍ لوبه کې سریلانکا او په دویمه لوبه کې یې د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه؛ خو په وروستۍ لوبه کې یې له هانګ کانګ لوبډلې ماتې وخوړه.
په دغو سیالیو کې د اتو هېوادونو الف لوبډلې په دوو ګروپونو کې د ځوانانو اسیا جام د ګټلو په موخه د یو بل پر وړاندې ولوبېدې؛ خو یوازې څلور لوبډلې وتوانېدې، چې نیمه پایلوبې ته لار ومومي.
د افغانستان له‌خوا په دغو سیالیو کې لوبډلمشري د دروېش رسولي په غاړه ده.
د دروېش رسولي ترڅنګ په دغو سیالیو کې زبېد الله اکبري، وفي الله تره خېل، بلال سمیع، محمد اسحاق شېرزاد، نعمان شاه اغا، شرف الدین اشرف، ننګیالی خروټی، کریم جنت، الله محمد غضنفر، قیس احمد کامه‌وال، فریدالله داوودزی، صدیق الله اتل، شاهدالله کمال او عبدالرحمن رحماني لوبېږي.

نور خبرونه

رادیو