د اسراییلو پوځ ویلي، چې د لبنان په سویل کې د حزب الله له وسله والو سره په نښتو کې د دغه هېواد څلورو پوځیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. وژل شوي پوځیان ټول د اسرايیلي پوځ د ریزرف قطعې غړي وو.
په دغو نښتو کې چې تیره ورځ شوي دي، شپږ اسراييلي پوځيان ټپيان شوي هم دي.
دا خونړۍ پېښه هغه مهال شوې، چې د حزب الله جنګیالیو له یو تونل څخه پر اسراییلي ځواکونو د لاسي بمونو برید وکړ.