د ترکیې اناتولي خبري اژانس د ترکیې د دفاع وزارت له قوله ویلي، چې د دغه هېواد جنګي الوتکو د عراق او سوریې په شمال کې د وسله والو پر ۳۲ مرکزونو هوایي بریدونه کړي.
ويل کیږي دغه بریدونه په انقره کې د تېرې ورځې بریدونو په ځواب کې شوي.
د ترکيې اناتولي خبري اژانس نن پنجشنبه د (لړم درېیمه نېټه) د ترکیې دفاع وزارت د چارواکو له قوله ویلي، چې د دغه هیواد جنګي جیټ الوتکو د عراق او سوریې په شمالي برخه بمبار کړی او د وسله والو ۳۲ مرکزونه یې له منځه وړي.
په خبر کې وسله والو ته د سر زیان په اړه څه نه ویل شوي.
اناتولي اژانس د ترکیې د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې ويلي، چې دغه عملیات یې په پلازمینې انقره کې د تېرې ورځې د هوايي چلند او فضايي صنایعو پر ودانۍ د برید په ځواب کې کړي.
د ترکیې کورنیو چارو وزیر تېره ورځ پر اېکس پاڼه لیکلي و، چې په انقره کې د ترکیې د هوايي چلند او فضايي صنایعو پر ودانۍ برید کې پنځه تنه وژل شوي او ۲۲ تنه ټپیان شوي.
دغه برید په داسې وخت کې شوی، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د برېکس په غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې په کازان کې په سفر بوخت دی.
سره له دې چې تر اوسه پورې په ترکیه کې د چاودنې او ډزو لامل نه دی څرګند، خو ځینو رسنیو لیکلي چې د ترکیې د هوايي چلند او فضايي صنایعو په مرکز کې ځانمرګی برید شوی دی.