د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې تېره ورځ ۲۲۲ کورنۍ له ایران او پاکستانه هېواد ته راستنې شوې دي.
دغه اژانس په اېکس پاڼه لیکلي، د دغو ۲۲۲ کورنیو له ډلې ۱۳ یې د تورخم له لارې، ۳۸ یې د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۴۸ یې د نيمروز د ورېښمو پله له لارې او ۱۲۳ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
راپور زیاتوي، چې د دغو کورنیو له ډلې ۱۳ یې بېرته خپلو سيمو ته لېږدول شوې او لسګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.
له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې افغانستان ته شپږ لکه او ۴۰ زره کډوال راستانه شوي.
د دغه وزارت په وینا، له دغې ډلې شاوخوا ۸۰ زره افغانان له پاکستانه، ۱۰ زره له ترکیې او پنځه لکه او ۵۰ زره کډوال له ایرانه په زور او خپله خوښه راستانه شوي دي.