یوه امریکایي چارواکي د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د امریکا د حکومت د ارزونو له مخې، د شمالي کوریا شاوخوا درې زره سرتیري د روسیې په ختیځ کې د روزنې د ترلاسه کولو په حال کې دي.
د دغه امریکایي چارواکي په خبره، یاد شمېر سرتیري د اکټوبر د میاشتې په لومړیو کې روسیې ته لېږدول شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د دغه امریکایي چارواکي له قوله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي لیکلي، د امریکا د حکومت ارزونې ښيي، چې د شمالي کوریا یاد شمېر سرتیري په یوې بېړۍ کې د دې هېواد له ونسان سیمې څخه د روسیې ختیځ ولادي وستوک ښار ته لېږدول شوي دي.
نوموړي همداراز زیاته کړې، چې دغه سرتیري وروسته بیا د روسیې په ختیځ کې څو پوځي روزنیزو اډو ته لېږدول شوي او هلته ورته پوځي روزنې ورکړل شوي دي.
د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټین د چهارشنبې په ورځ تایید کړه، چې د شمالي کوریا سرتیري روسیې ته لیږل شوي دي.
نوموړي وویل، چې په روسیه کې د شمالي کوریا د سرتیرو د شتون په اړه شواهد هم شته او باید ولیدل شي چې هغوی هلته څه کوي.
په دې وروستیو کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي خبرداری ورکړ، چې روسیې د شمالي کوریا له سرتیرو او د ایران د بې پیلوټه الوتکو په کارولو سره د درېیمې نړۍوالې جګړې په لور لومړی ګام پورته کړی دی.
زلنسکي زیاته کړه: «مونږ پوهېږو چې لس زره کوریایي سرتیري له اوکراین سره د جګړې لپاره د چمتو کېدو په حال دي.»
د سویلي کوریا استخباراتي ادارې هم د جمعې په ورځ (د تلې ۲۷مه) اعلان وکړ، چې شمالي کوریا ۱۵۰۰ ځانګړي ځواکونه د روسیې د لرې ختیځ پوځي اډو ته استولي دي.
یادې ادارې دغه راز ویلي، چې ښایي یاد سرتیري له اوکراین سره د جګړې لپاره مېشت شي.
د یادولو ده، چې تر اوسه پورې د روسیې او شمالي کوریا چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.