د ازبکستان د دیني عالمانو یو پلاوی د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د وزیر په بلنه کابل ته راغلی.
ددغه پلاوي مشري د ازبکستان د مسلمانانو ادارې مشر مفتي نورالدین خالق نظر کوي.
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې دغه پلاوی به د دې ډلې له جګپوړو چارواکو، مسوولانو سره په کتنو کې د دوه اړخېزو اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړي.
یاد وزارت وايي، چې په دې ناستو کې به د ددیني عالمانو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او پرمختګ، د جوماتونو او مدرسو په چارو کې پر دوه اړخیزو همکاریو او اړوند نورو مسایلو نظرونه او تجربې تبادله شي.
ټاکل شوې یاد پلاوی د افغانستان له تاریخي، سپېڅلو او مشهورو ځایونو لیدنې وکړي.