چین له هند سره د سرحدي شخړو د هواري لپاره یوې هوکړې ته د رسېدو پخلی وکړ

AP ۱۴۰۳ لړم ۲

چین له هند سره د همالیا په سیمه کې د سرحدي شخړو د هواري په برخه کې یوې هوکړې ته رسېدل تایید کړل.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لېن جيان د سې شنبې په ورځ په بیجېنګ کې يوې خبري غونډې ته وويل، په دې وروستيو کې چين او هند د ډيپلوماتيکو او پوځي چينلونو له لارې د دواړو هېوادونو د پولو په اړه سره خبرې اترې کړې دي.
لېن وويل، اوس‌مهال دواړه خواوې د اړوندو مسايلو په اړه يوې حل لارې ته رسېدلي دي چې چين يې په اړه مثبت نظر لري.
لېن زیاته کړه، چې چين به له هند سره د دغه تړون د عملي کولو لپاره کار وکړي.
تېره ورځ د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، چې له بیجېنګ سره د سرحدي شخړو د هواري په برخه کې هوکړې ته رسېدلي دي.
له بل پلوه د هند د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ وویل، هند او چین د څلور کلن پوځي دریځ د پای ته رسولو لپاره په اختلافي پوله کې د ګزمې کولو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.
هندي چارواکو ویلي، چې د هند د لومړی وزیر نریندرا مودي به ډېر ژر په دې اړه د چین له ولسمشر شي جېن پېنګ سره د برېکس سرمشریزې په څنډه کې په دې اړه خبرې وکړي.
د دغو دوو هېوادونو ترمنځ اړیکي وروسته له هغه خړ پړ شول، چې په ۲۰۲۰کال کې په لویدیځې همالیا کې د دوی د سرتېرو تر منځ نښتو کې ۲۰ هندي او څلور چینایي سرتېري ووژل شول.

نور خبرونه

رادیو