د غزې په شمال جبالیا ښار کې د اسراییل د پوځي بریدونو او محاصرې په ۱۹ ورځو کې د حسن نصرالله د ځای ناستی هاشم صفي الدین په ګډون تر ۷۷۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۰۰۰ ډېر یې ټپیان شوي دي.
د بېروت په څنډه کې د حزب الله د استخباراتو پر مرکز باندې د اسراییل له برید څخه څه د پاسه دوه اونۍ وروسته اسراییلي پوځ د سې شنبه په ورځ (د لړم لومړۍ) نېټه تایید کړه، چې په دې برید کې د حسن نصرالله ځای ناستی هاشم صفي الدین وژل شوی دی.
حزب الله هم تایید کړه، چې د دې ډلې لوړپوړی مشر هاشم صفي الدین څو اونۍ وړاندې د اسراییل په هوايي برید کې وژل شوی دی.
اسراییل د لبنان په بندري ښار ټایر کې څو ځله هوايي بریدونه وکړل او خلک یې د سیمې د خوشې کېدو لپاره هم ګواښلي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکټور له اومۍ نېټې راهیسې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۴۲ زره او ۷۹۲ فلسطینیان وژل شوي او سل زره او ۴۱۲ نور ټپیان شوي دي.
بل خوا په دې جګړه کې یو زرو ۱۳۹ اسراییلیان وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات یرغمل دي.