طالبان: په تېرو ۶‌میاشتو کې د نږدې ۹۰۰ او ۳۴‌زره په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنه شوې

AP ۱۴۰۳ لړم ۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وایي، چې په تېرو شپږو میاشو کې د نږدې ۹ سوه او ۳۴ زره په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنه شوې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو د نوموړي په حواله راپور ورکړی، چې واک ته د دغې ډلې له رسېدو وروسته په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو کچه پراخه شوې ده؛ خو دغه څرګندونې بیا د نړۍوالو مرستندویه ټولنو او بنسټونو د اندېښنو او راپورونو سره په ټکر کې دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي، چې دوی د شېدې ورکوونکو مېندو او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو تغذیې ته ځانګړې پاملرنه لري او په دې برخه کې تر ۳۰۰۰ ډېر روغتیایي مرکزونه هم ځانګړي شوي دي.
ښاغلی زمان وایي، چې د طالبانو له واکمنېدو وړاندې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰۰ مرکزونه د خوارځواکۍ په برخه کې فعاله وو؛ خو په تېرو درېیو کلونو کې د دغو مرکزونو شمېر ۳۲۰۰ ته لوړ شوی دی.
خو شنونکي بیا په دې باور دي، چې هغه مهال ډېری سیمې د طالبانو په واک کې وې او ورته تګ او د خدمتونو وړاندې کول ناشوني وو.
هغه زیاته کړې، چې د تېر حکومت پرمهال شاوخوا پنځوس سلنه لرې پرتې سیمې له روغتیایي خدمتونو بې برخې وې.
د هغه په وینا، د لا ښه روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره یې د خپلو کارکوونکو شمېر له ۱۴۰۰۰ څخه ۳۵زرو ته زیات کړی دی.
له بل پلوه (د تلې په ۲۹مه) د سرې میاشتې او سره صلیب په یوه راپور کې راغلي، چې یوازې د طالبانو د واکمنۍ په ستر مرکز کندهار کې په سختې او منځنۍ خوراځواکۍ د اخته شېدې ورکوونکو مېندو او ماشومانو شمېر ۱۴۴ زرو ته لوړ شوی دی.
د دغو بنسټونو له‌خوا په خپور شوي راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۳.۲ مېلیونه ماشومان او ۸۴۰ زره شېدې ورکوونکې مېرمنې په سختې خوارځواکۍ اخته شوې دي.

نور خبرونه

رادیو