نن یوه افغانۍ په څه کم ۱۰ زره ريال تبادله کېده

AP ۱۴۰۳ لړم ۱

د ایراني ریال د ارزښت کمېدو او افغانۍ د ثبات په ترڅ کې د سه شنبې په ورځ د تهران د اسعارو په بازار کې د یوې افغانۍ بیه له لس زره ریال واوښته.
د کابل د اسعارو په بازار کې په همدې ورځ یوه افغانۍ په لس زره ایراني ریال تبادله کېده.

د سه شنبې سهار په تهران کې د بهرنیو اسعارو د بازار پرانیستل کېدو پرمهال یوه افغانۍ په ۹۷۰ تومانو (۹۷۰۰ ریاله) تبادله کېده، خو په ځايي وخت دریو بجو یوه افغانۍ له زر تومانه واوښته او په لس زره او سل ریاله تبادله کېده.
د نورو بهرنیو کرنسیو پر وړاندې هم د افغانۍ ارزښت لوړ شوی.
د سه شنبې پر ورځ د کابل په شهزاده سرای کې د يو امريکايي ډالر بيه ٦٦ افغانۍ وه، يورو په ٧٢ افغانیو، يو پونډ په ٨٧ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٢٢٧ افغانۍ تبادله کېدې.

نور خبرونه

رادیو