د فوټبال فدراسیون خبر ورکړی، چې ازبکستانی عثمان توشف د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ټاکل شوی.
توشف د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د پخواني مشر روزونکي اشلي وسټوډ پر ځای ټاکل شوی.
عثمان توشف نن دوشنبه د افغانستان فوټبال فدراسيون له مسوولانو سره په رسمي ډول یو کلن تړون لاسلیک کړ او د لوبډلې د مشر په توګه معرفي شو.
عثمان توشف د اسیا د فوټبال د روزونکي تر ټولو لوړ سند لري او د دې تر څنګ د اسیا د فوټبال کنفدراسیون له ښوونکو څخه هم دی.
عثمان توشف له دې وړاندې د افغانستان په پخواني او ځنډېدلي فوټبال غوره لیګ کې د میوند اتلانو روزونکی هم و.
د فوټبال فدراسیون داسې وخت کي دا اعلان وکړ، چې د پخواني روزونکي اشلي وسټوډ د تګ په اړه یې چې اوس د هانګ کانګ ملي لوبډلې روزونکی دی، هیڅ هم نه دي ویلي.