د ښځو شل اوره کرېکټ نړيوال جام: سبا نيوزيلنډ او سویلي افريقا په پایلوبه کې خپل بخت ازمايي

AP ۱۴۰۳ تله ۲۸

د ۲۰۲۴ کال د ښځو شل اوره کرېکټ نړيوال جام پايلوبه سبا يکشنبه د نيوزيلنډ او سويلي افريقا لوبډلو ترمنځ تر سره کيږي.

د ښځو نړيوال شل اوره کرېکټ جام د اکټوبر په درېمه په متحده عربي امارتو کې پيل شوې.

د کرېکټ نړيوالې شورا د تقسيم اوقات له مخي، سبا یکشنبه به په متحده عربي اماراتو کې د نيوزيلنډ ښځينه کرېکټ لوبډله د سویلي افريقا سره د پايلوبې لپاره میدان ته کښته کيږي او د جام د ګټلو هڅې به کوي.

نيوزيلنډ ښځينه کرېکټ لوبډلې نن شنبه په نيمه پايلوبه کې د ۸ منډو په توپير ويسټ انډيز ښځينه کرېکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لاره پيدا کړه.

د نيوزيلنډ او سويلي افريقا کرېکټ لوبډلو ترمنځ پايلوبه به سبا د افغانستان پر وخت د ماښام ۶ نيمي بجې پيل شي.

د ښځينه لوبډلو تر منځ د شل اوره جام تېرې سیالۍ د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ میاشت کې شوې وې او هغه مهال ېې کوربتوب سویلي افریقا کړی و.

تېر کال د دغه نړيوال جام د ګټلو وياړ د اسټراليا ښځينه کرېکټ لوبډلې درلود.

نور خبرونه

رادیو