د کورمې اوسېدونکي: که تړل شوې لارې خلاصې نه شي، نو خلک به له بشري ناورین سره مخامخ شي

AP ۱۴۰۳ تله ۲۷

د تېرې یوې اونۍ راهیسې د خیبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ او پېښور تر منځ د لارې په تړل کېدو سره خلک د خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو له کمي سره مخامخ شوي او هغوی وېره لري که دغه لارې ژر تر ژره خلاصې نه شي؛ نو ښايي بشري ناورین رامنځته شي.

په پاړه چنار کې ځايي خبریال علي افضل افضال افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې په ټولو بازارونو کې د خوراکي او اړتیا وړ توکو د بیو د لوړوالي تر څنګ دا مهال دغه توکي مخ په خلاصېدو دي، چې په دې کار سره د خلکو اندېښنې نورې هم زیاتې شوې دي.
نوموړی دا رنګه وایي، په درملتونونو او روغتونونو کې دارو درمل مخ په خلاصېدو دي او ناروغان په بد روغتیایي وضعیت کې دي.
ځایي خلک پر حکومتي چارواکو تور پورې کوي، چې د امنیت د ټینګولو او لارو په خلاصولو کې پاتې راغلي او د هغو قومي مشرانو چې د سولې او خبرو اترو په هڅو لګیا وو، تر اوسه یې هلو ځلو کومه پایله نه ده لرلې.
دغه لارې هغه مهال د هر ډول تګ راتګ له پاره وتړل شوې، چې د روانې اونۍ د شنبې په ورځ یوې وسله‌والې ډلې د توري قوم پر یو موټر برید وکړ او له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه ووژل شول.
له هغې وروسته په سیمه کې تاوتریخوالي زور واخیست او د کورمې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې لارې د شیعه مذهبو او سوني مذهبو ډلو له‌خوا وتړل شوې.
د دغو لارو تر څنګ د خرلڅۍ لاره هم تړل شوې، چې له امله یې پر سوداګریزو توکو بار لارۍ اېسارې پاتې شوې او سوداګرو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
پرون هم د همدغه تاوتریخوالي په لړ کې دوه تنه ولسي خلک د موټر سایکل سورو له‌خوا ووژل شول، چې بیا وروسته درې بریدګر هم د سیالې غاړې له‌خوا په ډزو ووېشتل شول.
تر دې وړاندې په کورمې ولسوالۍ کې د شیعه مذهبو تر منځ ډېر ځله د تاوتریخوالي پېښې راپور شوې، چې په کې سیالو غاړو له سپکو او درنو وسلو څخه د یو بل پر ضد کار اخیستی.
همدغه تېره میاشت د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر د یوې لفظي لانجې وروسته مذهبي تاوتریخوالی پیل شو، چې له امله یې نږدې ۵۰ تنه وژل شوي او تر سلو زیات په کې ټپیان شوي وو.
تر هغې وروسته د قومي مشرانو په منځګړیتوب روغه وشوه؛ خو لا میاشت تېره نه وه، چې د تاوتریخوالي دغې نوې څپې یو ځلې بیا خلک اندېښمن کړي او د اوربند غوښتنه کوي.

نور خبرونه

رادیو