پاکستان اعلان کړی، چې افغانانو ته یې د ملي هویت کارډونو او پاکستاني پاسپورټونو د ورکولو د مخنیوي لپاره سخت تدابیر نیولي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ویلي، چې په دغه هېواد کې د پاسپورټ غوښتونکو غوښتنلیکونه په دریو پړاوونو کې څېړل کېږي.
ښاغلي تارړ د پنجشنبې په ورځ د پاکستان پارلمان ته وویل چې د خلکو د هویت د تصدیق کولو د پروسې د ښه کولو او افغانانو ته د جعلي پاکستاني پاسپورټونو او شناختي کارډونو د ورکولو د مخنیوي لپاره به له سکینرونو او پرمختللو وسایلو کار واخیستل شي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر زیاته کړه، چې د دغه هېواد هغه وګړي، چې د پاکستاني پاسپورټ او شناختي کارډ د ترلاسه کولو اراده لري باید له دریو مرحلو تیر شي.
د عطاالله تارړ په وینا چې د دولتي چارواکي لخوا تایید، د کورنۍ د ثبت سند او د اسنادو بیا تایید درې مرحلې دي، چې د د توضیحاتو سره سم باید ترسره شي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د افغان کډوالو له خوا د اسنادو په ځانګړي ډول د ملي هویت کارتونو او پاکستاني پاسپورتونو جعل کول په پاکستان کې یوه جدي مسله ده، چې په تېر کال کې د افغانانو له جبري شړلو وروسته ورته پام شوی دی.
د روان کال د وږي ۱۷مه نېټه د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې په پښتونخوا ایالت کې یې د څه باندې شپږ زره افغان کډوالو غیر قانوني شناختي کارډونه لغوه کړي دي.
د تېر کال په لیندۍ میاشت کې جیونیوز د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړ، چې د خیبر پښتونخوا حکومت پرېکړه کړې چې تر ۵۸۰۰۰ ډېر مشکوک شناختي کارډونه راټول کړي او د افغانانو جعلي کارتونه باطل کړي.