د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جرمني د بهرنو چارو وزیرې انالنا بربوک سره په یوې ګډه اعلامیه کې ویلي، چې یحیا سنوار په غزه کې د اوربند مخه نیولې وه او د نوموړي په وژل کېدو سره به په غزه کې اوربند ته د رسېدو لار چټکه شي.
په دې بیانیه کې راغلي: «ټول یرغمل شوي کسان باید خوشې شي. په عین حال کې بشردوستانه مرستې باید ژر تر ژره په غزه کې اړمنو ملکي کسانو ته ورسېږي.»
بلینکن او بربوک زیاته کړې، چې واشنګټن او برلین به دې موخو ته د رسېدو لپاره له هېڅ ډول هڅو لاس وانخلي.
اخوا د امریکا ولسمشر جو بایډن په برلین کې د خبریالانو د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د ایران د برید په په اړه به د اسراییل ځواب څه وي؟ وویل، په دې اړه اطلاعات لري خو جزیاتو ته یې اشاره ونکړه.
د حماس ډلې مشر یحیا سنوار پرون د اسراییل د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو او مړی یې هم د اسراییلي ځواکونو له خوا یو نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی.
سنوار د اسماعیل هنیه ځای ناستی و او د اکټوبر د اوومې د بریدونو اصلي طراح هم ګڼل کېده.