د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د هند له لوري په کاناډا کې د ناراضه سېکانو د مشر وژنې ته په اشاره ویلي، هند په دې فکر کولو سره “یوه وحشتناکه تېروتنه” وکړه.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د چهار شنبې په ورځ د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو ویلي:« د هند حکومت د کاناډا په چارو کې په لاسوهنه یوه وحشتناکه تېروتنه وکړه».
د کاناډا د لومړي وزیر په ځواب کې د هند د بهرنیو چارو وزارت ډېر لنډ بیان خپور کړی او لیکلي یې دي، چې د ټروډو د خپلو څرګندونو په اړه د هندي ډیپلوماټانو په ضد هیڅ شواهد نه دي وړاندې کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې لیکل شوي:« هغه زیان او مسوولیت چې د هند او کاناډا په اړیکو کې د کاناډا د سپکاوي ډک چلند له امله رامنځته شوی مسوولیت یې د لومړي وزیر ټروډو پر غاړه دی.»
د کاناډا لومړي وزیر په خپلو ورستیو څرګندونو کې ویلي، چې کاناډا کولی شي د کاناډایانو لپاره نور ګامونه هم پورته کړي؛ خو په دې اړه یې د نورو جزییاتو له ورکولو څخه ډډه کړي.
د کاناډا او هند اړیکي د کاناډا په ونکوور کې د ناراضه سېکانو د مشر هاردیپ سېنګ نېجارا تر وژل کېدو وروسته ترینګلي شوي کاناډا په دغه پېښه کې هند ښکېل بللی دی.
دواړو هېوادونو د یو بل ډیپلوماټان له خپلو هېوادونو اېستي دي.
هاردېپ سېنګ په ۲۰۲۳ کال کې د دوه مخ پټو کسانو په ډزو کې ووژل شو.
د کاناډا پولیسو د هاردیپ سېنګ د وژلو په تور څلور هندي وګړي هم نیولي دي.