طالبان د کابل په شېرپور کې د سړک د جوړولو لپاره د یو شمېر پخوانیو چارواکو کورونه نړوي

AP ۱۴۰۳ تله ۲۶

د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ وايي، چې د شېرپور سیمه کې یې د سړک جوړولو او پراختیا لومړني کارونه پیل کړي دي.
طالبان وايي، چې دغه سړک به د شېرپور له دویم سړک نه د شهرنو تر شهید څلور لارې پورې د ۶۴۶ مترو په اوږدوالي او ۲۰ متره پراخوالي سره جوړ شي.

د طالبانو ښاروالۍ وايي، چې دغه سړک د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه د کابل ښار د لارو د شبکې د اصلاحاتو د پلان له مخې جوړېږي.
د طالبانو د ښاروالۍ له خوا د خپرو شویو انځورونو پر بنسټ، د یادې سیمې په شاوخوا کې د شاندارو کورونو د نړولو کار پیل شوی دی.
طالبانو په ۱۴۰۱ کال کې اعلان وکړ، چې د پخواني حکومت چارواکو په شېرپور کې څه باندې ۵۰ جریبه ځمکې غصب کړې دي.
د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي و، چې د دې سیمې د دولتي ځمکو د غصب په اړه څېړنې کوي.
د کابل په وزیر اکبرخان او شېرپور کې د دولتي ځمکو د ترلاسه کونکو په خپاره شوي نوملړ کې ۲۵۹ کسان شامل دي، چې په کې د پخواني حکومت مشران او چارواکو د ولسمشر د مرستیالانو په لاسلیک ځمکې ترلاسه کړي دي.
په دې نوملړ کې د احمد مسعود، عبدالرشید دوستم، محمد محقق او حنیف اتمر نومونه لیدل کېږي.
طالبان وایي، چې د دې سړک په پراخولو سره به ترافیکي ستونزې حل شي.
طالبانو په دې وروستیو میاشتو کې د سړکونو د پراخولو په موخه د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ډېر کورونه او د عبدالعلي مزاري د څلور لارې په ګډون یې یو شمېر څلور لارې هم نړولي دي.

نور خبرونه

رادیو