د تاجکستان بهرنیو چارو مرستیال وزير سودیک امام د تاجکستان او روسيې په پارلماني فورم کې ويلي، چې د مسکو او دوشنبې ترمنځ امنيتي همکاري د افغانستان پر مسلې متمرکزه ده.
نوموړي یادونه کړې، چې د افراطي ډلو د فعالیتونو پراخېدل او د نشه یي توکو د قاچاق زیاتوالی د اندیښنې وړ دي.
د تاجکستان بهرنيو چارو مرستیال وزير سودیک امام د افغانستان وضعت ته په اشارې ويلي، چې د «مذهبي افراطيت نظريه د سيمې په امنيت جدي اغيز کوي.»
د روسيې تاس خبري اژانس د نوموړی له قوله زياتوي: «د لويديځ ايتلاف له وتلو وروسته په افغانستان کې وضعيت د اندېښنې وړ دى او هلته روان بهيرونه ډېر متضاد دي.»
امام په افغانستان کې د افراطي ډلو د فعاليت د پراختيا او نشه يي توکو د قاچاق د زياتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ټينګار یې وکړ: « زموږ هېوادونه موافق دي، چې د افغانستان د ټولو سیاسي او قومي قوتونو د استازو په ګډون د يوه ټول شموله حکومت د جوړولو په موخه د هېواد د سوله ييز پرمختګ د تضمين لپاره سوله ييزې خبرې وکړي.»
سودیک امام له افغانانو سره د مرستې پر کولو ټينګار کړی او ويلي، چې د یوه ګاونډي په توګه يې د خوړو، برېښنا او له افغانستان سره د سرحدي بازارونو فعالیت ته زمېنه برابره کړې.