د اروپایي ټولنې سفیره: د کډوالو د لاسنیوي لپاره د کال ترپایه به ٣٦ مېلیونه یورو مرسته وکړو

AP ۱۴۰۳ تله ۱۹

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیرې ویرونیکا ویلي، چې د کډوالو او نورو اړمنو د لاسنیوي لپاره د ملګرو ملتونو له مرستندويه ادارو سره یې ١٢٥ مېلیونه یورو مرسته کړې او د کال ترپایه به ٣٦ مېلیونه نوره مرسته هم وکړي.

نوموړې دغه څرګندونې تېره ورځ د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه کاږلي، چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیرې ویرونیکا د کډوالو ستونزو ته رسېدنه د ټولو ګډ مسوولیت وباله.
د دغه وزارت په لیکنه کې راغلي، چې په دې کتنه کې په پاکستان او ایران کې د مېشتو افغان کډوالو په ستونزو، د جرمني او نورو اروپایي هېوادونو له لوري د کډوالو د جبري اېستلو یا نورو هېوادونو ته یې د لېږدولو، د کورني بې‌ځایه شويو د دایمې مېشتېدنې او هغوی ته د مرستو جلبولو په اړه خبرې وشوې.
خلیل الرحمن حقاني ویلي، چې د کډوالۍ په نوم کېدونکې مرستې دې مستقیما کډوالو ته ورکړل شي او باید په بنسټیزو کارونو، سرپناه، کاري فرصتونو او اقتصادي ملاتړ ولګول شي.
له بل پلوه تېره ورځ په بلخ ولایت کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس اسدالله وفا له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایراني چارواکو غوښتي و چې، له کډوالو سره په چلند کې له زغمه کار واخلي او له غیر ډیپلوماټیک چلنده دې ډډه وکړي.
هغه زیاته کړې، چې د کډوالو ځورول، ربړول او بندیانول د نړۍوالو قوانینو خلاف چاره ده.
له بلې خوا ایران وايي، په یوه کال کې به ۲ مېلیونه افغانان بېرته افغانستان ته واستوي.

نور خبرونه

رادیو