په بلخ ولایت کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو مشر اسدالله وفا له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایراني چارواکو غوښتي چې، له کډوالو سره په چلند کې له زغمه کار واخلي او له غیر ډیپلوماټیک چلند څخه دې ډډه وکړي.
هغه د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون ته په مرکه کې ویلي:« په وروستیو څو ورځو کې اورو، چې زموږ دوست هېواد ایران کې افغان کډوال ځورېږي او ان د ډوډۍ پلور یې پرې بند کړی او هټیو ته د خپلې اړتیا وړ شیانو د پېرلو لپاره هم نه شي تلای.»
هغه له ایرانه غوښتي، هغه افغان کډوال چې هلته له کلونو راهیسې مېشت دي؛ پرېږدي چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.
هغه زیاته کړې، چې د کډوالو ځورول، ربړول او بندیانول د نړۍوالو قوانینو خلاف چاره ده.
هغه دا رنګه له افغان کډوالو غوښتي، چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.
هغه دغو کډوالو ته ډاډ ورکړی، چې خپل هېواد ته راستانه شي او دوی یې د راستنېدو پوره چمتووالی هم نیولی دی.
له بل پلوه ایران وايي، په یوه کال کې به ۲ مېلیونه افغانان بېرته افغانستان ته واستوي.
ورته مهال د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس لیکلي، چې یوازې پرون سې شنبه د (تلې ۱۷مه) ۳۱۰ کورنۍ له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه راستنې شوې دي.