طالبان: تېره ورځ له ایران او پاکستانه نږدې درې نیم سوه کورنۍ راستنې شوې دي

AP ۱۴۰۳ تله ۱۷

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه ۳۴۶ کورنۍ راستنې شوې دي.
یادې کورنۍ د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

باختر اژانس د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له قوله لیکلي، چې د یکشنبې په ورځ د (تلې ۱۶مه) نېټه له ایران او پاکستانه ۳۴۶ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د یادو کډوالو له ډلې، ۲۱ کورنۍ د ننګرهار له تورخم، ۱۵ کورنۍ د کندهار له سپین بولدک، ۱۹۶ کورنۍ د هرات له اسلام کلا او ۱۱۴ کورنۍ د نیمروز ولایت د وریښمو پله له لارې راستنې شوې دي.
لا معلومه نه ده، چې یادې کورنۍ په خپله خوښه او که د ګاونډیو هېوادونو له لوري په زور هېواد ته راستنې کړای شوې دي.
خو د راپورونو له مخې، د تېر یوه کال راهیسې پاکستان او ایران هلته پر مېشتو افغان کډوالو فشارونه زیات کړي چې دغه کډوال خپل هېواد ته په ستنېدو اړ کړي.
څو ورځې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي و، چې له دغه هېواده به ۲ مېلیونه کډوال وباسي.

بل خوا پاکستانی رسنیو ویلي، چې له دغه هېواده د افغان کډوالو اېستلو په دوام د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر تر ۷مې نیټې یې ۷۳۹۶۶۸ تنو رسېدلی او دا لړۍ لا هم دوام لري.
د راپورونو له مخې، د سپټمبر له ۹مې نیټې څخه د اکټوبر تر ۷مې نیټې له دغه هېواده ۲۶۶۲۲ افغان کډوال افغانستان ته استول شوي.
دمګړی د ایران په ډېرو ښارونو کې د افغان کډوالو پر کار کولو او په ښوونځیو کې د ماشومانو پر نوم لیکنه بندیز لګول شوی دی.

نور خبرونه

رادیو