په داسې حال کې چې طالبان تصویر او ویډیو اخیستل حرام ګڼي؛ خو په قران کریم او احادیثو کې د تصویر او ویډيو اخیستنې په تړاو په مستقیم ډول د بندیز کوم ځانګړي احکام نه شته.
په اسلام کې د تصوير اخیستو او يا ويډيوګانو د جوړولو او خپرولو په هکله د معاصرو فقهاو لیکنې او اندونه یو له بل سره په مقاصدو کې توپیر لري؛ ځکه چې د اسلام په لومړیو کې د بتپرستۍ ضد مبارزه د اسلامي عقایدو بنسټ و.
رسول الله ﷺ او صحابه کرامو د بت پرستۍ څخه د ځان ژغورلو له امله د انځور جوړولو او ساتلو پر حرمت ټینګار کاوه؛ ځکه چې په هغه وخت کې انځورونه او مجسمې د بتپرستۍ لپاره کارېدلی.
د دې تاریخي او مذهبي شرایطو په نظر کې نیولو سره فقهاو په خپل وخت کې د انځورونو جوړول منع کړي وو.
د اسلامي فقهې اصول دا ښیي، چې دین په داسې شرایطو کې د خلکو عقایدو د پاک ساتلو لپاره انځور جوړول ناروا ګڼي؛ خو د وخت په تېرېدو سره، ټولنیز او ټېکنالوژیکي بدلونونو د دې مسالې په اړه د یوې نوې کتنې اړتیا رامنځته کړې ده.
د انځور اخیستلو په اړه احادیث او د هغوی تفاسیر د انځور جوړولو په اړه بېلابېلې لارښوونې لري.
یو حدیث، چې په صحیح بخاري او صحیح مسلم کې راغلی، دا څرګندوي: "په قیامت کې به د الله تعالی په نزد تر ټولو سخت عذاب تصوير جوړوونکي ته ورکول کېږي."
(صحیح بخاري ۵۹۵۱، صحیح مسلم ۲۱۰۸)
دا حدیث د لاس جوړو انځورونو او مجسمو په اړه دی.
د معاصرو علماو په نظر؛ د دې حدیث موخه د هغو انځورونو منع کول دي، چې د بتپرستۍ یا خرافاتو لپاره کارېدل نه هغه انځورونه چې د عصري ټېکنالوژۍ په واسطه د تعلیمي یا ضروري کارونو لپاره اخیستل کېږي.
د معاصرو اسلامي علماو لکه شیخ وهبة الزحيلي، شیخ یوسف القرضاوي او مفتي تقي عثماني د نظرونو له مخې؛ د عکاسۍ او ویډیو اخیستل، په ځانګړې توګه د ضرورت لپاره روا ګڼل کېږي.
شیخ یوسف القرضاوي په خپل کتاب "الحلال والحرام في الإسلام" کې لیکي:
"د نن ورځې فوټوګرافي یا انځور اخيستنه د پخوانیو انځورونو سره ډېر توپیر لري. دا یوازې د شیانو د انعکاس ثبتول دي او د انسان لاس پکې مستقیم دخیل نه دی؛ نو ځکه د دې ډول انځورونو اخیستل او ساتل جایز دي، په ځانګړې توګه کله چې دا د ګټورو موخو لپاره وي."
مفتي تقي عثماني په خپلو "فقهي مقالاتو" کې استدلال کوي:
"په اوسني وخت کې د انځورونو او ویډیوګانو کارول د ژوند یوه اړینه برخه ګرځېدلې ده. موږ نه شو کولای چې له دې څخه مخنیوی وکړو؛ نو د ضرورت او حاجت په صورت کې د دې کارول جایز دي، خو باید د شریعت له حدودو څخه تېری ونه شي."
د عموم بلوا او ضرورت اصل د اسلامي فقهې پر بنسټ: "الضرورات تبيح المحظورات" (ضرورت حرامی کړنې روا کوي) یو له هغو قواعدو څخه دی، چې په ځانګړو حالاتو کې د ممنوعو کړنو جواز ورکوي.
شیخ عبدالله بن بيه په خپل اثر "فقه النوازل" کې دې اصل ته اشاره کوي او وایي:
"په اوسني وخت کې د انځورونو او ویډیوګانو کارول دومره عام شوي دي، چې له دې پرته ژوند ستونزمن دی. د 'عموم بلوا' اصل په رڼا کې، موږ کولی شو چې د دې کارولو اجازه ورکړو؛ خو باید د اسلامي اخلاقو په چوکاټ کې وي."
نن ورځ د عصري ټېکنالوژۍ په مرسته انځور اخیستل او ویډیو جوړول د دین تبلیغ، زده کړو او د خلکو د عامه خیر لپاره یوه مهمه وسیله ګرځېدلې ده.
دار الافتاء المصریة په خپله فتوا نمبر ۲۵۳۲۷ کې څرګندوي:
"د اسلام د پیغام خپرولو او د نېکو کارونو د ترویج لپاره د انځورونو او ویډیوګانو کارول نه یوازې جایز، بلکې په ځینو مواردو کې ضروري دي. دا د دعوت او تبلیغ یوه اغېزمنه وسیله ده چې باید په سمه توګه وکارول شي."
پایله
په پایله کې که د پخوانيو او معاصرو علماو نظریات سره یو ځای کړو؛ څرګندېږي چې په اسلام کې انځور اخیستل د شریعت له اصولو سره سم، په ځانګړو حالاتو کې جواز لري.
هغه حالات چې د فحش، شرک، یا ګناه سبب شي، شریعت یې سخته منع کوي؛ خو په اوسني عصر کې د ټېکنالوژۍ پرمختګ او د اړتیا پر بنسټ انځور اخیستل، چې د تعلیمي، تبلیغي یا ضروري اهدافو لپاره وي، روا ګڼل کېږي.
دلته روښانه شوه، چې اسلامي فقه د عصري اړتیاو او پرمختګ سره یو ځای کېدی شي، په داسې حال کې چې د شریعت اصول هم وساتل شي.
د معاصرو علماو دا نظریات د اسلام د انعطاف پذیرۍ او د وخت له غوښتنو سره د تطابق وړتیا ښیي، چې د دین د تلپاتې اصولو په ساتلو کې مرسته کوي.
دلته څرګنده شوه، چې د معاصرو علماو په نظر؛ د ټېکنالوژۍ په رڼا کې د انځور او ویډیو اخیستل د اړتیا په صورت کې جواز لري.
دا نظرونه په ځانګړي ډول په هغه مواردو کې د حرامو کړنو جواز ته استناد کوي، چې عموم بلوا یا ضروري اړتیا مطرح وي.
قران او حدیث هم په مستقیمه توګه د عصري انځورونو او ویډیوګانو په اړه منع نه ده کړې او د اجتهاد په اساس د ضرورت په بنا روا ګڼل کېږي.
د دې موضوع په اړه پرله پسې څېړنې او بحثونه به د اسلامي فقهې په تکامل کې مرسته وکړي او د راتلونکو نسلونو لپاره به د لارښوونې په توګه عمل وکړي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.