د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان:غیر قانوني کډوالو ته کار او په کرایه کور ورکول منع دي

AP ۱۴۰۳ تله ۱۵

د ایران د پولیسو او سرحدي ځواکونو عمومي قوماندان وايي، غیر قانوني بهرنیو وګړو ته کار او په کرایه کور ورکول جواز نه لري.

سردار احمد رضا رادان وايي، دوی غیرقانوني کډوالو ته په ایران کې د استوګنې او کار کولو اجازه نه شي ور کولای.

سردار احمد رضا رادان د ایران له تسنیم رسنۍ سره په مرکه کې د کډوالو هویت په ډاګه نه کړ، خو د ایران د احصایې مرکز د رسمي شمېرو له مخې په دغه هېواد کې ۹۷ په سلو کې کډوال افغانان دي، چې یوه ستره برخه یې قانوني اسناد نه لري.

هغه زیاته کړه: « خلک او د کاروبار څښتنان باید وپوهیږي چې دغو خلکو ته کار او غیر قانوني وګړو ته استوګنځای ور کول جرم دی». د نوموړي په وینا، غیر قانوني وګړي د کار او تجارت حق نه لري او نه هم کور کرایه کولی شي.

رادان په دې مرکه کې وویل، چې « موږ سږ کال حتما تر دوه میلیونو پورې غیر قانوني وګړي اخراج کوو. تر اوسه موږ تر ۵۰۰ زره ډېر نیولي او ایستلي دي. له ۲۵۰ زره ډېرو کسانو ځانونه خپل را پېژندلي دي».

هغه پر خپلو خلکو غږ وکړ، چې له پولیسو سره د غیر قانوني وګړو په پېژندګلوي او نیولو کې مرسته وکړي.

رادان وايي، قانوني کډوال په دې بهیر کې شامل نه دي او دوی یې د امنیت په ټینګښت مکلف دي.

ایراني چارواکي وايي، په دغه هېواد کې دوه میلیونه او ۷۰۰ زره تنه افغان کډوال قانوني اوسیږي خو تر پنځو میلیونو ډېر نور په غیر قانوني توګه دغه هېواد ته ورغلي دي.

نور خبرونه

رادیو