‏طالبان: شاوخوا ۲۶۰ کورنۍ له ایران او پاکستانه په جبر او خپله خوښه هېواد ته ستنې شوې دي

AP ۱۴۰۳ تله ۱۳

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس لیکلي، چې پرون پنجشنبه د (تلې ۱۲مه) ۲۵۸ کورنۍ له ایران او پاکستانه په جبر او خپله خوښه هېواد ته ستنې شوې، چې زیاته برخه یې په زوره ستنېدلو ته اړ اېستل شوې دي.

په دغو کورنیو کې ۳۰ یې د ننګرهار ولایت له تورخم، ۲۷ یې د کندهار له سپین بولدک، ۷۶ یې د هرات له اسلام کلا او ۱۲۵ کورنۍ بیا د نیمروز ولایت له ورېښمو پله له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
باختر اژانس لیکلي، چې پر دغو کورنیو حکومتي او د نړۍوالې ټولنې مرستې وېشل شوې او یو شمېر یې اصلي استوګنځیو ته هم لېږدول شوې دي.
په تېرو میاشتو کې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو جبري راستنولو زور اخیستی او هره ورځ له دغو دوو ګاونډیو څخه سلګونه کسان تر بندي کېدلو، ربړولو او ځورولو وروسته په زوره شړل کېږي.
ستانه شوي کډوال هم په افغانستان کې د وزګارتیا له امله ستونزې ګالي او ډېر شمېر یې کورونه هم نه لري او طالبان هم د دې توان نه لري، چې د دوی ستونزې هوارې کړي.
ګڼ افغان کډوال پر طالبانو نیوکې کوي، چې د دوی په وینا دغه ډله نه ده توانېدلې جې په نورو هېوادونو کې د خپلو وګړو له حقونو ننګه او دفاع وکړي.

نور خبرونه

رادیو