د خيبر پښتونخوا سر وزير علي امين ګنډاپور ويلي، چې تر اوسه هیچا ورسره د لاريون د ځنډولو په اړه اړيکي نه دي ټینګ کړي.
علي امين ګنډاپور وایي، چې په هر حال کې به دوی د اسلام اباد ډي چوک ته ځانونه رسوي.
د خېبر پښتونخوا د سر وزير په مشرۍ شوې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د خيبر پښتونخوا له کاروان سره به له لويو لارو او سړکونو د کانټينرونو لرې کولو لپاره ماشینونه هم ورسره مله وي.
د دغه احتجاج لپاره اسلام اباد ته ټولې ورغلې لارې د کانټینرو په اېښودلو سره تړل شوې دي.
د تحريک انصاف لهخوا نن ډي چوک کې د احتجاجي مظاهرې د اعلان له امله د پلازمينې ګڼې لارې په کانټینرو بندې کړای شوې او هرې خواته یې د مخنیوي لپاره ډله، ډله پولیس ځای پر ځای شوي دي.
به ځینو برخو کې بیا ښوونیزې ادارې هم رخصت شوې دي.
له بل پلوه په اسلام اباد، راولپنډۍ او شاوخوا سیمو کې حکومت مخابراتي شبکې هم غیرفعاله کړې دي.
په اسلام اباد کې ګڼ استوګن د لارو د بندولو له امله په تنګ شوي او له ټولو اعتراض کوونکو او حکومتي چارواکو غوښتنه کوي، چې د دوی لپاره د لارو بندول د خلکو د ستونزو او لالهاندیو لامل کېږي.
دوی وایي، په کار ده چې د خلکو ستنونزې له پامه و نه غورځول شي.