له ایران او پاکستانه تازه له ۳۰۰ څخه ډېرې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي

AP ۱۴۰۳ تله ۱۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۳۱۹ کورنۍ راستنې شوې دي.
بل خوا د طالبانو د کډوالو وزیر په ایران او پاکستان کې د کډوالو له اتشو سره په انلاین ناسته کې په یادو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

باختر اژانس پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې ۲۴ کورنۍ د ننګرهار له تورخم، ۳۲ د کندهار له سپین بولدک، ۱۲۱ کورنۍ د نیمروز له ورېښمو پله او ۱۴۲ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې کړل شوې دي.
د څه باندې یوه کال په تېرېدو طالبان نه دي توانیدلي، چې له ایران او پاکستان سره د افغان کډوالو ستونزو ته حل لاره ومومي.
دواړه ګاونډي هېوادونه نږدې هره ورځ سلګونه کورنۍ له خپلو هېوادونو باسي او افغانستان ته یې په جبري ډول ستنوي.
بل خوا د طالبانو د کډوالو وزارت د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې په پاکستان کې د اسلام اباد، پېښور، کوټې او‌ په ایران کې د تهران، مشهد او ذاهدان د کډوالو اتشو سره یې انلاین ناسته کړې ده.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې په یاده ناسته کې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې شوې او د طالبانو د کډوالو وزیر ویلي، چې په دغو هېوادونو کې به افغان کډوالو ته د پاسپورټ او پېژندپاڼو د وېش په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

نور خبرونه

رادیو