ایران په یوه اوونۍ کې د دوو افغانانو په ګډون ۱۴ کسان په دار ځړولي دي

AP ۱۴۰۳ تله ۸

د ایران د بشري حقونو سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې دغه هېواد په تېره یوه اوونۍ کې د دوو افغانانو په ګدون ۱۴ کسان په دار ځړولي دي.

سازمان وايي، یاد کسان د شیراز په مرکزي زندان کې په دار شوي، چې نړۍواله ټولنه باید په ایران کې د ورځنیو اعدامونو په اړه غلې پاتې نه شي.

د راپورونو له مخې، دغه ۱۴ کسان د نشه‌یي توکو او یا (قصدي وژنو) په تور په اعدام او یا هم قصاص محکوم شوي وو.

د شیراز په مرکزي زندان کې د اعدام شویو کسانو د جزیاتو په اړه ویل کیږي، چې په یادو کسانو د اعدام حکم د وږي له ۲۶مې نېټې د تلې تر څلورمې نیټې پورې عملي شوی دی.

تر اوسه پورې د دغو افغانانو د محکمې او زندان د وضعیت په اړه معلومات نه دې خپاره شوي.

د ایران د بشری حقوقو د ادارې مشر محمود امیري مقدم د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې له ایران سره د نړۍ د چارواکو لیدنو ته په اشارې سره وویل: «د ایران له‌خوا د اعدام سزا کارول باید د ایراني چارواکو او د هغو هیوادونو د مشرانو ترمنځ د خبرو اترو په سرکې وي چې بشري حقونو ته درناوی لري.»

د بشري حقونو د سازمانونو په وینا د روان کال له پیل راهیسې د ایران په زندانونو کې د ۱۵ښځو په ګډون ۳۸۱ کسان په دار ځړول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو