د غزې په شمال کې پر یوه ښوونځي د اسراییل په هوايي برید کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي دي.
د اسراییل پوځ تایید کړه، چې د جبالیه د کډوالو په پنډغالي کې یې پر ښوونځي برید کړی دی.
اسراییلي پوځ ادعا کړې، چې په دغه برید کې یې د حماس جنګیالي په نښه کړي دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت لهخوا د پنجشنبې په ورځ د خپرو شويو وروستيو شمېرو له مخې، په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۱ زره ۵۳۴ فلسطینیان وژل شوي او ۹۶ زره او ۹۲ کسان ټپیان شویدي.
په وژل شویو کې تر نیمايي زیاتې ښځې او ماشومان دي، چې شاوخوا ۱۳۰۰ یې ماشومان دي چې د ډېرو عمرونه یې له دوو کلونو کم وو.