په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۲ فلسطینیان وژل شوي دي

۵ ساعتونه مخکې

الجزیرې راپور ورکړی، چې په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۲ کسان وژل شوي دي.
د راپور له مخې، اسراییلي ځواکونو پر مرکزي سیمو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

رویټرز خبري اژانس بیا د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د غزې په شمال کې په بیت لاهیه کې پر یوه کور او کمال عدوان روغتون ته څېرمه په دوو هوايي بریدونو کې شپږ کسان وژل شوي او څلور نور هغه مهال ووژل شول چې د اسراییل په سوېل کې په خان یونس کې پر یوه موټرسایکل برید شوی دی.
په ختیځ خان یونس کې بیا د بې ځایه شویو کورنیو د استوګنې یوې خیمې ته څېرمه د اسراییل هوايي برید لږ تر لږه پنځه کسان ووژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.
د نصیرات د کډوالو په پنډغالي کې د اسراییل جنګي الوتکو څو هوایي بریدونه ترسره کړل، چې له امله یې یوه څو پوړیزه ودانۍ ویجاړه شوه.
په دغه پنډغالي کې د العوده روغتون د روغتیايي چارواکو په وینا، په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي دي.
له بل پلوه ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د غزې په تړانګه کې تر دوه مېلیونو ډېر خلک بند پاتې دي، چې خوراکي توکو ته لږ لاسرسی لري او د څښاک پاکو اوبه هم په واک کې نه لري.
د سې شنبې په ورځ د لبنان د هوکړې په اعلانولو سره د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل، چې هغه به اوس په غزه کې د اوربند لپاره خپل فشار زیات کړي.
د پنجشنبې په ورځ ناوخته د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو وويل، چې د غزې په تړانګه کې د اسراييلي بنديانو د خلاصون لپاره يوې هوکړې ته د رسېدو شرايط د پام وړ ښه شوي دي.
د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر میاشتې راهیسې پر غزې د اسراییل په برید کې لږ تر لږه ۴۴۳۳۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۴۹۳۳ ټپیان شوي دي.
اسراییل دغه جګړه وروسته له هغه پیل کړه، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه پر اسراییل د حماس په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱۳۹ کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ نور یرغمل شول.

نور خبرونه

رادیو