طالبان په لوېدیځو هېوادونو کې د کونسلي خدمتونو د وړاندې کولو هڅه کوي

AP ۱۴۰۳ تله ۷

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې له ډیپلوماتیکو کانالونو هڅه کوي په لوېدیځو هېوادونو کې د کونسلي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره زمینه برابره کړي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد پر اېکس خپور کړي پیغام کې لیکلي، چې د دغې ډلې کونسلي خدمتونه د طالبانو په رسمیت پېژندلو پورې اړه نه لري.

د نوموړي په وینا، دغه ډله هڅه کوي داسې کونسلي خدمتونه وړاندې کړي چې د اصولو له نظره د منلو وړ وي.
ښاغلي ضیا احمد همداراز زیاته کړې، چې که کونسلي خدمتونه په سیاسي مسایلو پورې وتړل شي د خلکو ستونزې به زیاتې او حقونه به یې تر پښو لاندې شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې په لندن کې د افغانستان د سفارت دروازه تېره ورځ وتړل شوه.
طالبانو څه موده مخکې ویلي و، چې د روان کال د جولای له ۳۰مې نېتې وروسته په بهر کې د افغانستان د ۱۴ سياسي استازوليو کونسلي خدمات نه مني.
طالبان ویلي و، چې د افغانستان یاد سفارتونه او کونسلګرۍ خپلسري فعاليتونه کوي.
طالبان وایي، چې په انګلستان، بلجيم، سويس، اتريش، فرانسه، ايټاليا، یونان، پولنډ، سويډن، ناروې، کاناډا او اسټراليا هېوادونو او د المان د برلين او بن ښارونو کې د افغانستان د سياسي استازوليو چارې د فساد او له دوی سره د نه همغږۍ له امله د منلو وړ نه وې.
له دې سره، یو شمېر افغان سیاستوال بیا د ډیپلوماتیکو استازولیو کوربه هیوادونو ته خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د «ناقانونه» غوښتنو په ځواب کې د هر ډول امتیازات ورکول به «ناوړه پایلې» ولري او دغه ډله به وکولای شي خپلې نورې «ناقانونه» موخې ترلاسه کړي.

نور خبرونه

رادیو