د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس د شنبې په ورځ ملا هبت الله اخندزاده ته منسوب يو حکم خپور کړ چې په کې راغلي دي چې د دولتي ادارو مامورين مکلف دي چې له مراجعينو سره وګوري.
په فرمان کې راغلي، که چارواکي له خلکو سره نه شي لیدلی، د دې کار لپاره دې استازی وټاکي.
په دغه فرمان کې د وزارتونو، سترې محکمې، ولایتي دفترونو، امنیه قوماندانانو، ولسوالیو او نورو دولتي ادارو له مسوولینو غوښتل شوي، چې د مراجعینو د اړتیا په صورت کې دې حاضر شي.
په حکم کې ټینګار شوی چې د دولتي ادارو له مسوولینو سره دې د مراجعینو د لیدو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
په همدې حال کې افغانستان انټرنشنل په وروستیو میاشتو کې ګڼې ویډیوګانې ترلاسه کړې، چې په کې خلکو د طالبانو تر واک لاندې دولتي ادارو کې د کار له سستوالي، ګڼې ګوڼې او ګډوډۍ شکایت کړی دی.
دغه راز په دولتي ادارو کې د طالبانو د کارکوونکو د ناوړه چلند او له مراجعو سره د غیر مسلکي چلند په اړه ډېر راپورونه خپاره شوي دي.