د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: هیله‌من یو، چې اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسی زیات شي

AP ۱۴۰۳ تله ۷

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، له هغه مهاله چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون ړنګ شوی او چارې یې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته سپارل شوې، ورسره د دوی هیله‌مندي هم زیاته شوې چې د خبریالانو ستونزې به تر ډېره بریده راکمې شي.

دغې کمېټې دغه څرګندونې اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړۍوالې ورځې په درشل کې کړې دی.
په کابل کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر عبدالقدیم ویاړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، له هغه مهاله چې د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون پر ځای د اطلاعات او کلتور وزارت په اډانه کې نوی ریاست فعاله شوی، دوی یې هیله‌من کړي چې تر ډېره به اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د افغان خبریالانو ستونزې راکمې شي.
ښاغلی ویاړ وایي، یواځینۍ ستونزه چې لا هم دوی ورسره مخامخ دي، هغه د قانون نشتوالی دی.

د نوموړي په خبره، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر اصلاحاتو کار روان دی،چې له توشیح کېدلو وروسته به د خبریالانو په کار کې شته ستونزې هم ورسره هوارې شي؛ خو په افغانستان کې ګڼ خبریالان وايي، چې دمګړۍ په افغانستان کې رسنۍ تر سختو فشارونو او بندیزونو لاندې دي او طالبانو رسنوال له بشپړ محدودیتونو سره مخامخ کړي دي.
هغوی وايي، چې لا هم اطلاعاتو ته په اسانه لاسرسی نه لري او له دې امله له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ دي.
د افغان خبریالانو له نظره، طالبان نه یوازې د ا چې دوی ته کره مالومات نه ورکوي؛ بلکې د هغو مالوماتو په خپرولو او راټولولو یې هم ګواښي، چې د دوی د تګلارو خلاف او د خلکو رښتینې غوښتنې دي.
که څه هم چې تر ډېره طالبان د خبریالانو له دغو نیوکو سره همغږی نه دي؛ خو څه موده وړاندې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معیین حیات‌الله مهاجر ویلي و، چې په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې شته او د هغه په خبره چې څوک ترې انکار هم نه‌ شي کولاى.
اطلاعاتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ په ۲۰۱۵ کال د سپټمبر په ۲۸مه د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) له‌خوا اعلان شوه او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ٢٠١٩م کال کې تصویب کړه چې نن سبا په ډېرو هېوادونو کې دغه ورځ نمانځل کېږي.

نور خبرونه

رادیو