افغان فولاد: د کارخانې د دویمې برخې د جوړولو چارې د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پیل شوې

AP ۱۴۰۳ تله ۶

په هرات ولایت کې د افغان فولاد د اوسپنې ویلې کولو د کارخونې د دویمې برخې د جوړولو چارې د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پیل شوې.
د افغان فولاد شرکت مشر وویل، چې د دغې کارخونې د کار په پیل سره به شاوخوا زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د حیات الله نظري په خبره، د یادې کارخونې لومړی فاز چې څه موده مخکې بشپړ شوی و، اوسمهال په کې ۵۰۰ کسان په کار بوخت دي.
د نوموړي په وینا، د افغان فولاد د اوسپنې ویلې کولو د کارخونې په لومړي فاز کې په نړۍوال استنډرډ په ورځ کې ۳۰۰ ټُنه ګاډر تولید کېږي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د دغې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست ملا خیرالله خیرخواه له قوله ویلي، چې په هرات کې د صنعتي کارخونو د فعالیتونو پیل د دې لامل شوی، چې په هېواد کې د پانګونې انګېزې زیاتې کړي.
د نوموړي په وینا، په هېواد کې د هرې ورځې په تېرېدو سره اقتصادي ستونزې کمېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي بیا په دې غونډه کې د خبرو پرمهال ویلي، چې په هېواد کې صنعتي انقلاب رامنځته کېدونکی دی.
نوموړي له ټولو سوداګرو وغوښتل، چې په هېواد کې تولیدات وکړي څو بهر ته یې صادر کړي.
ښاغلي عزیزي ټینګار کړی، چې د هېواد د ځان بسیاینې په صورت کې به د بهرنیو کالیو واردات بند کړي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د لسګونو پروژو د کارونو پرانیسته شوې او طالبان ادعا کوي، چې زرګونو کسانو ته یې کاري زمینې برابرې کړې دي، خو له بلې خوا بیا هره ورځ سلګونه ځوانان د وزګارۍ او ناوړه اقتصادي وضعیت له امله له هېواده د وتلو په حال کې دي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت هم څو ورځې مخکې ویلي و، چې په تېر یوه کال کې یې له ۱۰۹ پروژو څخه د ۸۵ څارنې چارې بشپړې کړې دي.
د دغه وزارت مسوولانو په خپل کلني راپور کې وویل، چې په دغو پروژو کې یې لسګونو افغانانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.

نور خبرونه

رادیو