حنيف اتمر: د افغانستان د ډیپلوماټیکو او قونسلي استازولیو تړل یوه تاریخي تېروتنه ده

AP ۱۴۰۳ تله ۶

د پخواني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په لندن کې د افغانستان سفارت د تړل کېدو په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان د ډیپلوماټیکو او قونسلي استازولیو تړل یوه تاریخي تېروتنه ده.

هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، له شک پرته چې د دغو استازولیو تړل کېدل به بدې سیاسي پایلې ولري او په بهر کې به مېلیونونه هېوادوال له سختو حقوقي ستونزو سره مخامخ کړي.
په لندن کې د افغانستان سفیر زلمي رسول خپل کار پایته ورساوه او د سفارت کېلي یې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارله.
خو حنیف اتمر له کوربه هېوادونو غوښتي، چې ‏په دې پېچلې مسله کې دې له هر اړخیزې ارزونې سره له سیاسي چلن ځینې کار واخلي.
هغه لیکلي، د سفارت تړنه د حل معقوله لار نه ده.
هغه د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې لیکلي، کوربه هېوادونه مسوولیت لري چې ‏د جایدادونو او هغه پیسې چې دوی ته سپارل کېږي، په کې له روڼتیا کار واخلي او د هغو په اړه دې د افغانستان له خلکو سره مالومات شریک کړي او په ساتنه کې یې باید له نړۍوالو قوانینو کار واخیستل شي.

نور خبرونه

رادیو